په ایران کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي پنځه افغان بندیان افغانستان ته لېږدول شوي دي.
اعدام شوي کسان د شمالي تخار ولایت کلفګان ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
سیمه ییز خلک وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې دغې ولسوالۍ ته په ایران کې اته افغان اعدام شوي بندیان ور وړل شوي دي.
وړاندې هم ګڼ افغانان په ایران کې د بېلابېلو تورونو له کبله اعدام شوي او د افغانستان په لویو ښارونو کې د ایران د دې کار پر وړاندې مظاهرې هم شوې دي.












