هندي ځواکونو د کشمیر په لانجمنه سرحدي سیمه کې یو پاکستانی سرتېری په ډزو وژلی دی.
د هند د پوځ یوه ویاند وویل، دغه سرتېری د یوې وسله والې نښتې په ترڅ کې وژل شوی چې د دوی یو سرتېری هم پکې ټپي شوی دی.
د پاکستان پوځ وايي، د دوی سرتېری په ناپامۍ د دواړو هېوادونو تر منځ د کنترول له لیکې ور اوښتی و.
تېره میاشت د دواړو هېوادونو تر منځ پوله کې د بریدونو په یوې لړۍ کې درې پاکستاني او دوه هندي سرتېري وژل شوي وو، چې د دواړو ګاونډیانو تر منځ یې اړیکې لا ترېنګلې کړې.












