فرانسوي او مالي ځواکونه د مالي شمال لوی ښار ګاو په منځ کې له اورپکيو سره په جګړه کې کښېوتي دي.
په ګاو کې د بي بي سي يوه خبريال ويلي دا له هغه راهيسې چې تېره مياشت فرانسوي ځواکونو وسله وال ياغيان له دغه ښار وايستل، لومړی ځل دی چې د دغه ښار پر سړکونو ليدل کېږي.
د ټوپکو او نورو وسلو ډزو د ښار په کوڅو او خټيونو کورونو کې انګازې کړې دي.
راپورنه وايي چې ياغيان په ناببره بريد کې د مالي له ځواکونو سره نښتو کې ښکېل شوي، چې د پوليسو له مرکز سره پيل شوې دي.
د موجاو په نامه اورپکې ډلېويلي د يکشنبې ورځې برید تر شا دوی وو. وسله والو جنګياليو له دې مخکې له ښار بهر د پلټنو پر پوستو بریدونه کړي وو.












