د برازیل د سوېلي ښار سانتا ماریا د پولیسو مشر ویلي، د نایټ کلب د وژونکي اور ستر لامل هغه اورلوبې وې، چې باید له ودانیو دباندې تر سره شي.
د تېرې یکشنبې د اور لګېدنې له کبله تر اوسه ۲۳۵ تنه وژل شوي دي.
د پېښې د پلټنې مشر ماخسېلو ارېګوني ویلي، د کلب کارکوونکو د ودانیو دننه کارېدونکو اور توکو پر ځای بهر کې کارېدونکي ارزان بیه توکي اخیستي وو.
تر دې وړاندې یوې محکمې د دغه نایټ کلب شتمني کنګل اعلان کړه.
د دغې پېښې له امله برازیل درې ورځنی ملي ماتم کوي.












