د امريکا دفاع وزارت يوې پلټنې په افغانستان کې د دغه هېواد تر ټولو جګپوړی قوماندان جنرال جان الن په فلورېډا کې له يوې مېرمنې جېل کېلي سره د برېښناليکونو تبادلې سره په تړاو له نامناسب چلن سپين کړی دی.
دغه پيغامونه په داسې وخت کې راوسپړل شول چې اېف بي ای يا د امريکا پلټنو فډرالي ادارې مېرمن کېلي ته د يوې بلې ښځې پاولا بروډوېل له لوري استول شويو ګواښونکيو برېښناليکونو پلټنه کوله.
مېرمن بروډوېل د سي ای اې هغه مهال مشر ډېوېډ پېټرېيس پخوانی معشوقه وه.
د جنرال الن او مېرمن کېلي ترمنځ ځينې تبادله شوي پيغامونه د چارواکيو له لوري ژوندي او عاشقانه بلل شوي دي. جنرال الن په کلکه دغه تورونه رد کړي وو.












