په داسې حال کې چې لږ وروسته په ډيلي کې د تورنو کسانو قانوني پړاو پېلېږي، د هندۍ محصلې مور چې لور يې تېره مياشت په يوه بس کې له ډله ييز جنسي تېري وروسته مړه شوه هغه سياستوال غندلي چې استدلال کوي، لور يې پخپله دا حالت په ځان راوستی.
له بي بي سي سره په يوه مرکه کې دغې مور ويلي هغه کسان چې پر هندي ښځو د لوېديځ د جامو او د ژوند تېرولو د طريقې په تړاو نيوکې کوي، په يوه ډول جنسي تېری تاييدوي.
دغې پېښې په هند او نړۍ کې غوسه راوپاروله. شپږ کسه په دغه جرم ګرم پېژندل شوي چې پنځه به يې نن په يوه ځانګړې محکمه کې راڅرګند شي او شپږم به يې د ځوانانو په يوه محکمه کې محاکمه شي.












