د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکزي ښار لاهور کې د اور لګېدو له امله د یوه ماشوم په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي. د پاکستان دولتي ټلویزیون په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې تېره شپه د لاهور ښار په لکشمي چوک سیمه کې یوې ودانۍ کې اور ولګېد او ډېر ژر څنګ لورې ودانۍ ته هم خپور شو، چې له امله یې شپږ کسان ووژل شول. د اور وژنې کارکوونکي سیمې ته رسېدلي او تر اوسه د اور لګېدو سبب معلوم نه دی. د اور وژنې کارکوونکي وايي د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۵۰ کسان ژغورلي دي.












