د افغانستان د سولې عالي شورا د پاکستان له خوا د طالبانو د خوشې کولو د تصمیم هرکلی کړی دی.
پاکستاني چارواکو په وروستیو کې اعلان کړی چې غواړي له دوی سره ټول طالب بندیان خوشې کړي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه غړي عطاء الله لودین بي بي سي ته وویل دغه طالبان باید د افغان حکومت سره په مشورې خوشې شي چې بېرته له وسله والو مخالفینو سره یو ځای نه شي او د سولې بهیر ته زیان وانه اړوي.












