په سومالیا کې د 'شبیلي' په نوم راډیو سټیشن وايي، په پلازمېنه موګادیشو کې د دغې راډیو یو پروډیوسر نامالومو وسله والو وژلی دی.
دغه راډیو وايي، عبدالحارث عثمان عدن له کوره کار ته پر لار روان و، چې په ډزو ووژل شو.
دا په روان میلادي کال کې لومړنی سومالیایي خبریال دی، چې وژل کیږي.
په ۲۰۱۲ کال کې لږ تر لږه ۱۸ خبریالان په سومالیا کې وژل شوي، او له همدې امله تېر کال سومالیا د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک ځای بلل شوی و.












