د هند شمال الله اباد کې میليونونه هندو زيارت کوونکي په کومب مېله جشن کې راغونډ شوي، چې نن دوشنبه پيلېږي.
دغه فعاليت په هرو ۱۲ کلونو يو ځل ترسره کېږي، او دا د مځکې پر مخ د انسانانو تر ټولو ستره راغونډېدنه بلل کېږي.
سږ کال اټکل دی دغه مېله څه د پاسه سل مليون خلک ورجلب کړي.
د دغه ۵۵ ورځني جشن په اوږدو کې به ډېری زيارت کوونکي په هغه ځای کې سره لامبي چې ګنګا او جمنا سيندونه په کې سره ګډېږي.
هندوان باور کوي دغه اوبه د دوی ګناوې مينځلی شي او له دوی سره خلاصون ته په رسېدو کې مرسته کولی شي.












