د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وايي مالي او سوماليا کې د فرانسوي ځواکونو د عملياتو له کبله د اسلام پالو ډلو د ممکنه غچ اخيستونکو بريدونو په وړاندې د فرانسې د ننه به امنيت ټينگ کړي.
ښاغلي اولاند وويل د ټولگټو ودانيو او ترانسپورتي بنسټونو ساتنه او څارنه به ډېره شي.
فرانسوي ځواکونو مالي کې د اسلام پالو اورپکو په وړاندې گوزارونو ته دوام ورکړى.
د فرانسې ولسمشر وايي دښمن ته درانه تلفات اوښتي، خو زياتوي چې ماموريت يې پاى نه دى موندلى.
د مالي حکومت ويلي د فرانسوي ځواکونو په مرسته يې د ''کونا'' ښار له ياغيانو بيرته نيولى او شاوخوا سل تنه اسلام پالي يې وژلي دي.












