افغان ولسمشر حامد کرزی به نن ناوخته له ولسمشر اوباما سره په سپينه ماڼۍ کې وګوري.
تمه ده دواړه مشران وروسته له هغه چې واشنګټن خپل ۶۶زره سرتېري وباسي، په افغانستان کې د امريکا د رول په اړه بحث وکړي.
امريکا له ۲۰۱۴ کال وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغان ځواکونو د روزنې په موخه په افغانستان کې د څو زره ځواکونو پر پاتې کېدو فکر کوي.
د پنجشنبې په ورځ له ولسمشر کرزي سره له خبرو وروسته د امريکا د دفاع وزير ليون پنېتا وويل امريکا په افغانستان کې د يوه حاکميت د جوړولو په وروستي پړاو کې ده چې کولی شي حکومت وکړي او په راتلونکې کې خپل ځان پخپله خوندي کړي.












