د ملګرو ملتو امنيت شورا وروسته له هغه چې ياغيانو وويل د کوونا ستراتيژيک ښارګوټی يې نيولی په چټکۍ مالي ته د نړیوالو ځواکونو د استولو غوښتنه کړې ده.
پر همدې مهال د مالي ولسمشر له فرانسې په ټينګه غوښتي چې د ياغيانو د يرغل په مخنيوي کې ورسره مرسته وکړي.
د مالي د دغې غوښتنې په اړه د ملګرو ملتو د امنيت شورا په يوه بېړنۍ غونډه کې بحثونه شوي.
تېره مياشت ملګرو ملتو له ياغيانو د مالي د شمال بېرته نيولو لپاره چې په القاعده پورې د تړلو ملېشو له لوري کنټرولېږي، د ۳۰۰۰ سرتېرو د لېږلو پلان جوړ کړی وو.
اسلامپاله ياغيان د مالي په شمال کې سخت اسلامي شريعت پلی کوي.












