د سوریې جګړه کې له ۶۰ زرو ډېر کسان وژل شوي

د خپريدو وخت: 07:31 گرینویچ - پنجشنبه 03 جنوري 2013 - 14 مرغومی 1391

ملگري ملتونه وايي چې په سوريه کې د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې د روان پاڅون له پيله په دغه هېواد کې د وژل شويو کسانو شمير له ۶۰ زرو اوښتى دى.

دغه شمېرې د سوريې حکومت د مخالفو فعالانو له شمېرو نه زياتې دي چې هغوى په دغه جگړه کې د وژل شويو کسانو شمېر ٤٥ زره تنه اټکل کړی و .

د ملگرو ملتونو د بشري حقونوکمېشنر نیوي پيلى ويلي چې د ملگرو ملتونو دغه شمېرې هغوى د پنځو مياشتو په ترڅ کې د اوو بېلابېلو سرچينو پر مټ د کره څېړنو له لارې راټولې کړې دي.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>