د افغانستان ختيځ ولایت ننګرهار ولایتي ویاند بي بي سي ته ویلي، چې پاکستاني پولیسو د تورخم پوله تړلې ده.
دغه پوله نن (جمعه/دسمبر ۲۸) تړل شوې ده.
ویل کېږي، تورخم پوله له دې کبله تړل شوې، چې ګني افغان چارواکي په څرخي پله کې له پاکستاني بندیانو سره ناوړه چلند کوي.
پاکستان کې افغان سفیر عمر داودزي د پولې له تړل کېدا بې خبري ښودلې ده.
تورخم پولې ته د بي بي سي ورغلی خبریال وايي، هلته باران ورېږي او هوا ډېره سړه ده.
خلکو زموږ خبریال ته ویلي چې په داسې حال کې درې ماشومان د یخنۍ له کبله مړه شوي، چې کورنیو یې له پولې دېخوا انتظار کاوه.












