په خېبر پښتونخوا کې په لسګونو اورپکو د پاکستاني ځواکونو پر پوستو حمله کړې او د نیمه پوځي ځواک ۲۲ تنه یې له ځان سره بیولي دي.
یوه سیمه ییز چارواکي وویل د اورپکو په برید کې دوه پولیس ووژل شوي او یو بل ټپي دی. د امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله له پیښوره بهر شوې.












