د هند صدراعظم منموهن سنګ په یوې ټلویزیوني وینا کې له هغو خلکو د آرامۍ غوښتنه وکړه چې د طب پر یوې محصلې د جنسي تېري په تړاو اعتراضونه کوي.
پر دغې جلۍ تېره اوونۍ جنسي تېری شوی و چې ښاغلي سنګ وحشیانه پېښه وبلله او وې ویل د ښځو د خوندیتوب او امنیت لپاره به ټولې ممکنې هڅې وشي.












