د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د نامعلومو کسانو د ډزو په پایله کې دوه پولیسان او د عامه اړیکو یو دولتي افسر وژل شوي دي. دغه پېښه نن (دوشنبه د ډسمبر ۱۷) ځايي محکمې ته څېرمه رامنځ ته شوه.
د ځايي سرچینو په وینا نامعلومو وسله والو موټر سایکل سپرو کسانو د دولتي مامور خادم حسین نوري پر ګاډي ډزې وکړې، چې له امله يي نوموړی ځاي پر ځای ووژل شو.
برید ګر لږ وړاندې د پولیسو له ګاډي سره مخامخ شول او پر ګاډي یي ډزې وکړې، چې له امله يي دوه پولیسان ووژل شول او یو ټپي شو. له دې وژنو وروسته پولیس او ملېشه ځواکونو سیمه محاصره کړه.












