د وینزویلا خلک وروسته تر ۱۴ کلونو د ولسمشر چاویز په غیاب کې د والیانو او ښاروالانو لپاره رایه ورکوي.
ولسمشر هوګو چاویز دا مهال په کیوبا کې د سرطان ناروغۍ تر عملیاتو وروسته د رغېدو په حال کې دی.
تر ټول نژدې سیالي د میرانډا په ایالت کې د دې ایالت د والي هنریکو کاپریلز او د ولسمشر چاویز د پخواني مرستیال الیاس جاوا تر منځ ده چې د اکتوبر میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې یې ماتې خوړلې وه.












