د اداري فساد پر ضد د هرات لسګونو ځوانانو د ځغاستې سیالي ترسره کړه. دغه سیالي په پنځه کیلومتره واټن کی ترسره شوه او په پایله کې له لومړي نه تر دریم مقام ګټونکو ته ډالۍ هم ووېشل شوې.
دغه پروګرام د اداری فساد پر ضد د مبارزې افغان شبکې په نوښت په هممهاله توگه د افغانستان په شپږو ولایتونو کی ترسره شو.
د دغې سیالۍ ګډونوالو ویلي موخه یي د اداري فساد په وړاندې د کرکې څرګندول او پر ضد یې د مبارزې لپاره د خلکو هڅول دي.












