په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، د 'پت' په نامه وژنو او جنسي تېریو په اړه د پراخو تحقیقاتو لړۍ پيل کړې ده.
په دې اړه لومړنۍ غونډه، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او په هرات کې د عدلي او قضایي چارواکو او مدني ټولنې د فعالانو په ګډون په لوېدیځ ښار هرات کې جوړه شوه.
د پت په نامه وژنو او جنسي تېریو په هکله بنسټیزه پلټنې او پر وړاندې یې د مبارزې د لارو چارو لټول د دغه ملي تحقیق اصلي هدف ښودل شوی.












