شاوخوا ١٦ مېګا واټه برېښنا نن له نغلو نه ننګرهار او لغمان ته ولېږدېده.
د اوبو او برېښنا وزيراسماعيل خان، نن ددغې پروژې د پرانیستې پرمهال وويل چې پر دې چاره شا او خوا اوه دېرش ميليونه ډالر لګښت راغلى، چې د اسيا پرمختيايي بانک ورکړى دى.
چارواکو وويل، د برېښنا وېش پرمهال به لومړيتوبونه په پام کې نيول کېږي، چې لومړى به د استوګنځايونه روښانولو له پاره ورکول کيږي او په دویم قدم کې به صنعتي پارکونو ته ورکول کېږي.
چارواکي وايي، دا يې لومړى قدم دى او تر دې وروسته به نوره برېښنا هم له سروبي نه ننګرهار ته رالېږدول کېږي.
ددوی په وينا ددې له پاره غځول شوي مزي او شبکه د نوي ميګا واټه برېښنا د لېږد ظرفيت لري.
دمګړۍ له نغلو نه ١٦ ميګاواټه برېښنا را انتقاليږي چې ١٢ مېګا واټه يې ننګرهار ته ځي او ٤ نوره يې لغمان ته ځي.












