پاکستان د افغانستان د څارګرې ادارې پر مشر اسدالله خالد برید غندلی دی.
د تېرې پنجشنبې په ورځ پر اسدالله خالد ځانمرګی برید وشو، چې نوموړی په کې سخت ټپي شو، خو ډاکټرانو یې حالت د ډاډ وړ ښودلی دی.
پاکستان ویلي، چې اسدالله خالد ته د عاجلې روغتیا دعاوې کوي.












