افغان ولسمشر حامد کرزی د کاپيسا ولايت ته يو پلاوى استوي چې هلته د يوې رضاکارې د وژنې پلتنه وکړي.
دغه زده کوونکې چې انيسه نومېږي د ١٧ کالو وه، او ځو ورځې د مخه په گوليو وژل شوي وه.
نوموړي پخپل خوښه د پوليو د له منځه وړلو پروگرام سره مرستې کولو ته چمتو شوې وه.
لومړني رپورتونه وايي انيسه د اورپکو له خوا چې ددې پروژې خلاف دي، د بريد هدف گرځېدلې.
نور رپورتونه بيا وايي چې دا د کورنۍ تربگنۍ په ترڅ کې وژل شوې ده.












