برتانيا کې د لاټرۍ هغه ټکټ تر اوسه نه دی پيدا شوی چې ۱۰۱ ميليونه ډالره يې ګټلي دي.
د ټکټ د تاريخ تېرېدو وروستی وخت د ګرينوېچ په ګړۍ د شپې يوولس بجې دي.
که د دې لاټرۍ څښتن پيدا نه شي، نو دا به تر ټولو لويه جايزه وي چې څوک يې د ګټلو ادعا نه کوي.
ملي لاټري وايي تر دې وړاندې هم د میليونونو ډالرو په ارزښت ګټونکي ټکټونه لادرکه شوي، چې بيا په خځلو او يا هم د خوب د کټونو شاته موندل شوي دي.
که ګټونکی ټکټ پيدا نه شي، نو دا پېسې به د لاټرۍ له خيريه پيسو سره يو ځای کېږي.












