جنوبي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې یو کس وژل شوی دی.
ځايي چارواکي وايي، چې دغه برید د شنبې په ورځ له واڼه بازار نه ۱۲ کیلومتره لېرې د ورمل په سیمه کې شوی.
برید کې بې پیلوټه الوتکې دوه توغندي وتوغول او یو کور او د هغه مخې ته موجود بهرنی کس یې په نښه کړل. چارواکي وايي په برید کې په نښه شوی بهرنی وژل شوی او کور ته هم زیان اوښتی.












