د بر تانيا د بهر نيو چارو وزير ويليم هېگ ويلي، چې برتانيا به په ملګرو ملتونو کې د نن ورځې د رايو په بهير کې چې په نوموړي سازمان کې د فلسطين د در يځ د پورته وړلو په اړه دي د رايې له ورکولو ډډه وکړي په بل عبارت ممتنع رايه به ورکړي.
د بر تانيې د بهر نيو چارو وزير چې پارلمان ته يې وينا کوله ويلي دي برتانيا به د فلسطين د غوښتنې په پلوې رايه ورکړي، خو په دې شرط چې فلسطينیان له خپل نوي دريځ نه په گټه اخستو اسراييل د جرمونو نړيوالې محکمې ته کش نه کړي.
برتانيې لپاره د فلسطين سفير بي بي سي ته ويلي دي، ولسمشر محمود عباس ويليم هېگ ته ويلي دي چې شرطونه يې حقيقت نه ليرې دي له دې کبله ورته د منلو وړ نه دي.












