د کانگو په ډيموکراتيک جمهوريت کې سور صليب وايي په ختيځ ښارگوما کې چې تېره اونۍ ايم _ ٢٣ ياغي ډلې نيولى و ، ۶۰ مړي يې موندلي دي. سره صليب بي بي سي ته ويلي دي، احتمال شته چې راتلونکو ورځو کې به ډېر نور مړي هم ومومي. ملگرو ملتونو ويلي دي، هغه سلگونه زندانيان چې د ښارد سقوط پرمهال له زندانه تښتيدلي اوس ښار کې ازاد گرځي اوخلکو ته گواښونه کوي. ملگري ملتونه وايي گوما په ځانگړي ډول د شپې مهال، چې غلاوې او تښتونې په کې کېږي، ډير ناامنه وي د ايم _ ٢٣ ياغيانو ويلي ترهغې به گوما پرېنږدي چې يو لړ غوښتني يې نه وي منل شوي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوف یونسیف یوې ویاندې ماریکسې مرکادو ویلي، د اونۍ په پیل کې په مینووا کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.












