د اروزګان ولایت د پوهنې رییس صدیق الله هاند او په دغه ولایت کې د یونیسکو د چټکو زده کړو مشر شریف الله جنتي د درغلۍ او اداري فساد په تور ونیول شول.
پردغو کسانو تور دی چې د پوهنې په ریاست کې یې په پراخه کچه درغلې کړې، چې له کبله یې په دغه ولایت کې د پوهنې بهیر هم سخت اغېزمن کړی دی.
د اروزګان ولايت د والي وياند عبدالله همت وايي چې ددي ولايت د پوهنې ريس او د سواد زده کړې د ادارې مشر یې د درغلۍ په تور څارنوالۍ ته ورپېژندلی، چې دده په ټکو د څارنوالۍ له لوري ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
د اروزګان والي امیرمحمد اخندزاده عدلي او قضایي ارګانونو ته ویلي چې په رڼه او دقیقه توګه دې د دوی اړونده دوسیه وڅېړي.
وړاندې تر دې هم د اروزګان ولایت د پوهنې ریس د اداري فساد له کبله له دندې ګوښه شوی و.












