په بريتانيا کې د سيف د چلدرن په نامه د خير ښيگڼې اد اره وايي، د غزې په تراډې د اسرایيلو د بريدونو سره هم مهاله دغلته د ډېرو کورنيو لپاره خوراکي توکي او اوبه مخ په ختمېدو دي.
دغه ټولنه وايي ډېرې کورنۍ پخپلو کورونو کې ايسارې پاتې دي او په ورځ کې د اتلسو ساعتونو لپاره برېښنا نه وي.
دا رنگه سيف د چلدرن ويلي په غزه کې چې د دغې سيمې نيمايي يې ماشومان دي د سخت او گواښونکي حالت سره مخامخ شوي دي.












