د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وايي د سوریې حکومت نوی جوړ شوی ایتلاف د "سوریې ملي شورا" به فرانسې ته خپل سفیر ونوموي.
ښاغلي اولاند دغه څرګندونې په پاریس د کې د ایتلاف د ډلې له مشر مواز الخطیب سره تر خبرو وروسته کړې دي.
فرانسه د لوېدیځو ځواکونو تر منځ یوازینی هېواد دی چې د سوریې ملي ایتلاف یې د سوریې د خلکو د مشروع استازي په توګه په رسمیت پېژندلی دی.
فرانسه دغه راز له لوېدیځو هېوادونو غواړي چې د سوریې حکومت مخالفین په وسلو سمبال کړي.












