په هند کې د ښوونځي پر يوۀ کتاب له دې امله نيوکې شوې، چې په کې راغلي هغه کسان چې غوښه خوري په عمومي توگه درواغ وايي.
دغه کسان تر ډېره تاوترخوالي ته لاس اچوي او يا هم جنسي جرمونه کوي.
د روغتيا او پاکوالي په تړاو دغه کتاب د هند د يوۀ وتلې ښوونيزې خپرندويې ادارې له خوا چاپ شوى.
پوهانو له حکومته غوښتي چې د ښوونيزو کتابونو په برخه کې دې تر ډېره کنترول په خپل لاس کې ولري.
خو چارواکي وايي دوى يواځې نصاب ټاکې او دا ښوونځيو ته نه شي ويلى چې کوم کتابونه واخلي.












