م م: چین باید د تیبتیانو غوښتنو ته ځواب ووايي

د خپريدو وخت: 05:52 گرینویچ - شنبه‬ 03 نومبر 2012 - 13 لړم 1391

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنرۍ له چین نه غوښتنه کړې، چې د هغو تبتیانو غوښتنې ته ځواب ووايي چې په احتجاجي توګه په عام محضر کې ځانونه سوځوي.

کمشنره ناوي پیلي وايي د تبتیانو له خوا د ځان سوځولو پیښې ډیرې شوې دي.

د مېرمن پیلي ویاند روپېرت کولوېل په دې اړه وویل" لویې کمشنرې ته د تبتیانو پر ضد د روان تاوتریخوالي راپورونه رسېدلي چې د بنسټیزو بشري حقونو، بیان آزادۍ، ټولنو او مذهب لپاره مبارزه کوي. د دوی د بندي کېدو، ورکېدو او د سوله ایزو لاریون کوونکو پر ضد له زوره د کار اخیستو راپورونه هم ترلاسه شوي."

ویل کیږي چې تر دې دمه ۶۰ تبتیانو خپلو ځانونو ته اور ورته کړی دی.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>