د سوريې هوايي ځواک د ياغيانو پر مرکزونو بريدونه کړي او مخالف فعالين وايي دا له هغه راهيسې چې د دې کال په لومړيو کې حکومت د هوايي ځواک کارول پيل کړي تر ټولو سخت هوايي ګوزارونه دي.
دوی وايي د دوشنبې په سهار يوازې په دریو ساعتونو کې ۳۴ هوايي بريدونه شوي دي.
د سوريې لپاره نړېوال استازي اخضر ابراهيمي ويلي په ملکي ځايونو کې چاودنې ترهګريزې کړنې دي.
ده وويل په سوريه کې شخړې کورنۍ جګړه ده، سره له دې چې په جګړه کې ښکېلې غاړې دا ردوي.












