په سوريه کې د حکومت او ياغيانو ترمنځ له شوي لنډ مهالي اوربند نه گڼې سرغړونې شوي.
په دمشق کې د موټر بمب په ېوه چاودنه کې لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول او څه د پاسه ۳۰ نور ټپيان دي.
د درعا له سويلي ښار نه د يوې بلې موټر بمب چاودنې رپوټونه هم را رسېدلي چې وايي گڼ شمېر سرتېري يې وژلي دي.
له حمص، حما او ادلیب ښارونو نه هم د نښتو رپوټونه را رسېدلي.
دواړې غاړې د تاوتريخوالي پړه پر يو بل اچوي، پوځ وايي اوربند ته درناوى کوي خو يوازې يې د ياغيانو سر غړونې ته ځواب ويلى.
بل لوري ته بيا د حکومت مخالفې، آزادې سوريې پوځ يوې وياندې سوسن احمد وويل حکومتي ځواکونو په دمشق کې خلک په نښه کړل
"ما سهار وختي یوه میګ ډوله جېټ الوتکه ولیدله چې یوه سیمه یې په نښه کړه. وروسته ما ته معلومه شوه چې د الکبون سیمه یې په نښه کړې. ما ولیدل چې لوخړې له هغه ځایه پورته کېدې. ډېر وګړي ټپیان شول".












