وروسته له هغه چې نيويارک ټايمز ورځپاڼې د چين د لومړي وزير وينجياباو د خپلوانو د شتمنيو په اړه ادعا شوي جزييات خپاره کړل د دغې ورځپاڼې، وېبپاڼه په چين کې تړل شوې ده.
د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي دغه راپور پر چين تور داغ دی او بده انګېزه لري.
د ښاغلي وېن او د هغه د خپلوانو ټول ماخذونه د چين په مشهور مايکرو بلاګ کې تړل شوي دي.
ورځپاڼې ويلي داسې شواهد يې موندلي چې ښيي د ښاغلي وين جياباو خپلوانو د لږ تر لږه دوه اعشاريه اووه ميليارده ډالرو په ارزښت شخصي شتمني جمع کړې.
ورځپاڼه کاږي د ښاغلي ون جياباو د کورنۍ غړي چې په هغو کې د ده مور، زوی، لور او ځوان ورور هم شامل دي د ده دمشرتابه پر مهال ډېر شمتن شوي دي.
نيويارک ټايمز وايي داسې اسناد او شواهد نشته چې وښيي چې ښاغلی ون د دوی په کاروبار کې لاس ولري او يا دې هم پر هغو خبر وی.












