د شمالي وزیرستان مرکز مېرانشاه ته نژدې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د یوې ښځې په شمول درې تنه وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي بې پیلوټه امریکايي الوتکې مېرانشاه ته ۲۰ کیلومتره نژدې په سویل ختیځ کې د تپۍ نومي کلي یوه کور په نښه کړ.
ځايی چارواکو په خبره ډرون د ورېشم جان کور په دوو توغندیو ووېشت، چې په پایله کې د هغه مېرمن او دوه زامن ووژل شول.
ځايي چارواکي وايي ورېشم جان د یوه ځايي ښوونځي تقاعد شوی مدیر دی، چې د پاکستاني طالبانو له حافظ ګل بهادر ډلې سره اړیکي لري.












