یو افغان ژباړونکی چې له بریتانوي ځواکونو سره د کارکولو له امله طالبانو د مرګ ګواښ ورته کړی وو په بریتانیا کې یې د پناه غوښتنه منل شوې ده.
محمد چې په افغانستان کې د خپلې کورنۍ د خوندیتوب په موخه نه شي کولای خپل بشپړ نوم یاد کړي په ۲۰۰۷ کال کې د یوې بمي چاودنې له امله سخت ټپي شوی وو.
هغه ته ګواښنه شوې که بېرته هېواد ته ستون شي نو ژوند به یې په خطر کې وي.












