ملګري ملتونه وايي که په سوريه کې د اوربند پر وړانديز سلا وشي، دوی د شوني سوله ساتي ځواک لپاره بيړني پلانونه جوړوي.
د م م سوله ساتيو ځواکونو څانګې مشر (هرو لاډسوس) وويل دغه پلانونه لا لومړني دي، او لا دېره وختي ده چې ووايي چې څومره سوله ساتيو ځواکونو ته اړتيا ده.
د سوريې لپاره نړيوال استازي لاخضر ابراهيمي حکومت او یاغيان هڅوي چې د اوونۍ پای کې د لوی اختر پر مهال لنډمهالي اوربند ته غاړه کېږدي.












