پاکستاني چارواکو ويلي چې د ټپي شوې ملالې يوسفزۍ روغتيايي حالت مخ په ښه کيدو دى، خو تر اوسه هم هغې ته د ماشين پر مټ اکسيجن ورکول کيږي.
دغه چارواکي وايي چې دا مهال د نوموړې په پښو او لاسونو کې خوځښت او حرکت پيدا شوی دى.
په همدې حال کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د ملالې پلار ته د ليک په استولو د هغې له کورنۍ سره غمرازي ښودلې او هغه يې د ټولې نړۍ لپاره د سولې نښه بللې ده.












