د بشري حقونو د څار ډلې پر سوریې تور پورې کړی، چې د ولسي وګړي پرضد یې د خوشه يي یا کلسټر بمونو په کارولو کې په پراخه کچه ډېر والی راوستی.
د دغه ډله وايي، د دوی ویډیو څارنه ښیې چې په تیره اونۍ کې په سوریه کې لږ تر لږه تر شلو پورې کلسټر یا خوشه يي بمونه غورځول شوي، چې دا شمېره له تېرو اتلسو میاشتو سره برابره ده.
د بشري حقونو د څار ډله دا رنګه وايي، د دوی ویډیو څارنې ښوولې چې د سوریې حکومتي ځواکونه د روسیې جوړ شوي مهمات کاروي.
سوریې هغه نړوال کنوانسیون، چې سل هېوادونو پکې برخه نه لري، نه دی لاسلیک کړی، چې د کلسټر بمونو د جوړولو او کارولو بندیز پرې لګېدلی دی.












