د نړۍ د دويم ستر اقتصاد، چين صادرات د کال په لومړيو ۹ مياشتو کې، نهه اعشاريه نهه سلنه ختلي دي.
دا د هغې اقتصادي ودې دوه چنده ده چې له وړاندې يې اقتصاد پوهانو اټکل کړی و.
د چين د ګمرک معلومات ښيي، په داسې حال کې چې سږ کال اروپايي اتحاديې ته د صادراتو کچه له لس سلنې زياته لوېدلې، خو په مقابل کې يې بيا د جنوبي اسيا هېوادونو ته دغه کچه تر ۲۵ سلنې هم پورته ختلې ده.












