بي بي سي دا سې شواهد ترلاسه کړي چې ښيي د سعودي عربستان پوځ لپاره لېږلې شوې وسلې د سوريې د ياغيانو په يوه اډه کې موندل شوي.
په سوريه کې د بي بي سي يوۀ خبريال په حلب ښار کې د ياغيانو په يوۀ کمپ کې د وسلو يوۀ شرکت ته اړوند يو کرېټ ليدلى چې ورباندې د سعودي عربستان پته ليکل شوې وه.
د بي بي سي خبريال وايي داسې باور دى چې د سوريې حکومت مخالفو ته تلونکو وسلو لپاره چې کچه يې په زياتيدو ده د غو ياغيانو خليجي ملاتړي پيىسې ورکوي.












