یوه تازه امریکايي راپور ویلي چې ایران هومره بډایه شوي یورانیم لري، چې په راتلونکو دوو – څلورو میاشتو کې پرې اتوم بم جوړ کړای شي.
راپور وايي ایران دا وړتیا به ولري، چې له ۸ تر ۱۰ میاشتو اتومي وسلې هم جوړې کړي.
دغه راپور د پوهې او امنیت د نړیوال انستیتیوت له لوري چمتو او خپور شوی، چې د امریکا ددفاع وزیر لیون پنیتا په مخکنیو څرګندونو یې ډېر تمرکز کړی دی.
لیون پنیتا تېره میاشت ویلي وو چې ایران یو کال نور وخت ته اړتیا لري چې اتوم بم جوړ کړي.
راپور وايي، ایران په دومره چټکۍ د یورانیمو د بډایه کولو لړۍ تیزه کړې ده، چې د نړیوال اتومي اژانس مفتشین یې هم نه شي څارلی.












