هلمند کې ځانوژونکي برید د امنیتې ځواکونو د سر تېرو په ګډون ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله . د دغه ولایت دپولیسو ویاند فرید احمد فرهنګ وایی، چې برید نن غرمه مهال دمرکز لښکرګاه داوومې امنیتې حوزې مخې ته شوی.
دامنیه قومندانۍ دویاند په خبره چې په دغه چاودنه کې دوه دملې امنیت کارکونکي وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي چې دوه یې پولیس او یو دملې امنیت کارکونکی دی. نوموړی وایي، چې په ټپیانو کې ملکې کسان هم شامل دې چې اکثر ښځې او کوچنیان دی .
دهلمند چارواکې وایی چې دچاودنې له کبله په سیمه کې دوه کورونه او دوکانونه هم زیانمن شوي دي. تر دې دمه وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلې.












