د اسراییلو دفاع وزیر ایهود باراک ویلي، د هغې بې پیلوټه الوتکې جدي ارزونه کوي، چې په ډېر د اسرایلو هوايي حریم ته ور ننوتې وه.
اسرایيلي جنګي الوتکو دغه بې پيلوټه الوتکه وروسته له هغې را وغورځوله، چې د مداترانې له خوا یې هېواد ته ور دننه شوه.
ښاغلي باراک ویلي اسراییل به په نژدې راتلونکې کې د بشپړ ځواب په اړه فکر وکړي.
دغې بې پیلوټه یا ډرون الوتکې، چې چاودېدونکې توکي یې نه لېږدول، په يوه دښته کې راغورځول شوې ده.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کوچنۍ بې پيلوټه الوتکه له کوم هېواد الوتې وه.












