ایران وايي پر خاوره به یې هر راز برید ته په ټول توان سره ځواب ووايي.
دغه خبرې وروسته تر هغه کیږي چې د اسراييلو لومړي وزير بينیامين نتنياهو خبردارى ورکړى، که د ايران مخه ونه نيولې شي نو دومره پاخه يورانېم لري چې د راتلونکي کال په اوږدو کې خپل لومړى اټومي بم جوړ کړي.
هغه وويل ، کلک باور لري، د امريکا متحده ايالتونه او اسراييل کولای شي چې يوه گډۀ لاره خپله کړي او ايران پرې نژدي چې اټومي وسله ترلاسه کړي خو دا هم زیاتوي چې ددې کار لپاره وخت له لاسه وځي.












