فرانسه د اسلام په نوم امنیت ګواښونکي باسي

د خپريدو وخت: 17:11 گرینویچ - پنجشنبه 27 سپتمبر 2012 - 06 تله 1391

د فرانسې د کورنيو چارو وزير ويلي چمتو دی هر هغه څوک له هېواده وباسي چې د اسلام په نوم، امنيت ته ګواښ پېښوي.

مانويل والز دغه څرګندونې په سټراسبرګ ښار کې په فرانسه کې د تر ټولو لوی جومات د پرانیستې پر مهال وکړې.

ده وويل فرانسه به د هغو کسانو پر وړاندې سخت چلند خپل کړي چې د اسلام د منلو ادعا لري، خو د هېواد دوديزو ارزښتونو ته درناوی نه کوي.

ښاغلي والز وويل هغه کسان چې امنيت ګواښي، له هېواده به وايستل شي.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>