د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې هغه تاوتریخوالی چې د اسلام پیغمبر ته د سپکوونکي فلم په پایله کې رامنځ ته شو وغانده.
ولسمشر اوباما دغه فلم چې پر انټرنیټ خپور شوی نه یوازې مسلمانانو بلکې امریکایانو ته هم سپکاوی وباله، خو زیاته یې کړه چې دا په بنغازي کې د امریکا پر سفارت د برید جواز نه شي کیدای، چې د امریکا سفیر پکې ووژل شو.












