د چین په یوه برېښنايي شرکت کې د شاوخوا دوه زرو کارګرانو د شخړې په تړاو څېړنې پیل شوې دي.
چارواکي وايي د تای یوان د ګاونډیو ولایتونو کارګرانو د فاکس کان شرکت تکنولوژۍ په شرکت کې نښتې سره کړې دي.
پنځه زره پولیس د لسو ساعتونو په اوږدو کې پر دې وتوانېدل چې حالات کنترول کړي.
په پېښه کې څلوېښت تنه ټپیان شوي او ګڼ نور نیول شوي دي او د فابریکې تولیدات ځنډېدلي دي.












